خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۱۰
خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې زیار کلب د ١٢ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، ځاځي میدان کلب د ٥ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او باک کلب د یوې نمرې پر ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې له دغو سیالیو څخه ١٨ تنه د خوست ولایت د آشي هارا کراټې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برکه ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

بلخ کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسینگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسینگ سبک سيالۍ وشوې.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

بلخ؛ مزار شریف ښار کې د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

د يادو سیالیو په لومړۍ. . .

BACK TO NEWS