ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې میا عمر لېسې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې چکنوریو لېسې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زده کوونکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
