ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسیدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سرجل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سرجل لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې شهسوار افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
