سمنگان؛ حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانیستل شو
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د یو سوداګر حیات الله له لوري د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانیستل شو.
یاد لوبغالی د فوټسال لوبو ته د ودې او ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د دولتي چارواکو، لوبغاړو او د ورزش مینوالو په شتون کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
