زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.
دغه سیالي، چې په ۴۰۰ متري واټن کې ترسره شوه، په پایله کې يې عبدالواسع لومړی، صبور احمد دویم او محمد ولي درېیم مقام خپل کړ.
