جوزجان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او د خماب ولسوالۍ څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۱۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
