هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ۵م پړاو اختريزې سيالۍ د جناب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د جناب او آزاد لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه جناب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف کېښود، په ځواب کې آزاد لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۲ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ۸ ورځې يې دوام وکړ.
