ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۲:۵۹
ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د شاهد بدلون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې شاهد بدلون لوبډلې خپلې سيالې م.ج.اهد لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د يووالي او واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې په پای کې غوره لوبډلو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې میوند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

د لغمان په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د یاد ولایت د مرکزي زندان په همغږي د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیخ مټي الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS