دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې ياران فاضل لوبډلې لومړی او متحدین لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه خلکو ته سالمه تفرېح برابرول او د رسۍ کشولو ورزش دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
