پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۹:۵۱
پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې يعقوب لوبډلې خپلې سيالې جمجمې لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۳۸
Background image

کاپیسا کې د فوټسال سیالۍ د اتحاد کوهبند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې، چې یوه میاشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۳۶
Background image

د بامیان مرکز کې د بسکټبال سیالۍ وشوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۳۴
Background image

دایکندي کې د اوو لوبډلو ترمنځ د جام پایه په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د اوو لوبډلو ترمنځ د جام پایه په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS