کابل کې د رغبت جام په نوم د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ دوه دېرشم پړاو سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۱۸
کابل کې د رغبت جام په نوم د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ دوه دېرشم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په کابل کې د مرحوم عبدالغفور رغبت جام په نوم د ياد ولايت له څلورويشت کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ دوه دېرشم پړاو سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، په پايله کې درې غوره ورزشکاران وپېژندل شول.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بوکسينګ ملي فدراسيون رهبري او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د بوکس د برخې اتل عبدالغفور رغبت ياد را ژوندی کول و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۹
Background image

ننگرهار کې د ۱۲ ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په سراج المارت بڼ کې د ۱۲ مطبعو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د الجدې. . .

BACK TO NEWS