ننگرهار کې د ۱۲ ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په سراج المارت بڼ کې د ۱۲ مطبعو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د الجدې مطبعې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د دولتي او الجدې مطبعو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه الجدې مطبعې لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې دولتي مطبعې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ مطبعو کارکوونکو ته د سالمې تفريح برابرولو او د غوره لوبغاړو موندولو په موخه وشوې، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.
