پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ولس کمپ لوبډلې لومړی، مټاخان ولسوالۍ لوبډلې دويم او يوسف خېل ولسوالۍ لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.
