All News
تخار؛ اتحاد لوبډلې د فرخار ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د والیبال فدراسیون او سپورت آمریت له لوري د والیبال پیل شوی ټورنمنټ د اتحاد لوبډلې په اتلولې پای ته ورسېد.
د سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد. . .
خوست؛ په اسمعیل خېلو او مرکز کې د یووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت په دوو سیمو (اسمعیل خېلو، متونو) کې د ټینیس بال کرکټ دوه پړاوه پنځه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د دې سیالیو لومړۍ برخه په اسمعیل خېلو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ وه، چې د بهرام. . .
ده یک ولسوالۍ لوبډلې د غزني ولایت نېزې وهنې سیالیو اتلولي خپله کړه
د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د پنځو ولسوالیو د ۳۶ اس ځغلونکو ترمنځ د ورزشکارانو د تشویق او محلي – دودیزو سیالیو د دوې په موخه د نېزې وهنې محلي سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې چې. . .
منصور اتلانو لوبډلې د ارزګان ولایت د کرکټ ټېپ بال سیالیو اتلولي وګټله
د ارزګان ولایت د ورزش امریت له لوري په مرکز ترینکوټ ښار کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د کرکټ ټېپ بال ۱۲ اوریزې سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې. . .
په کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون له لوري د مرکز کابل په شهر نو هنر سنوکر کلب کې د سنوکر ملي لوبډلې د ورزشکارانو په ګډون د کابل په کچه د ۴۰ کلبونو ۱۰۰ ورزشکارانو. . .
کندز؛ په ګلتېپه ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون او ګلتېپې ولسوالۍ د ورزشي کمېتې له لوري د یادې ولسوالۍ په لرخابیو بازار کې د ۲۵ جوړو ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ. . .
کونړ؛ مرکز کرهاله کې د ختیځ زون په سطحه د والیبال ټورنمنټ پیل شو
د کونړ ولایت په مرکز کرهاله کې د کرهالې ځونانو د اصلاحي شورا او د کونړ د وزش آمریت په ګډه همکارۍ د ختیځ زون د دریو ولایتونو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال تورنمنټ پیل شو.
د ټورنمنټ د پیل. . .
په هلمند کې د نهو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د نهو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
د لیګ لومړۍ سیالي د بهیرنورزي او اتفاق لوبډلو ترمنځ وه چې د ۱- ۲ ګولونو په توپیر د اتفاق. . .
د فوټبال ملي لوبډلې په یوه دوستانه سیالي کې له فلیپین څخه ماتې وخوړه
د هېواد د ملي لوبډلې له فلیپین هېواد څخه نن په یوه دوستانه سیالي کې د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
دغه سیالي نن له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې د فلیپین د پلازمېنې مانیلا ښار اړوند په رزال. . .
