خوست؛ په اسمعیل خېلو او مرکز کې د یووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت په دوو سیمو (اسمعیل خېلو، متونو) کې د ټینیس بال کرکټ دوه پړاوه پنځه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د دې سیالیو لومړۍ برخه په اسمعیل خېلو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ وه، چې د بهرام خېلو لوبډلې یې پایلوبې ته لاره ومونده او دویمه برخه یې د متون په ګلزار اکا سیمه کې وه، چې د متون پاس پیرانو لوبډلې پایلوبې ته لاره ومونده.
په پایلوبه کې اول توپوهنه پیرانو وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې یې د بهرام خېلو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې ترسره کړې او لوبه یې د لسو منډو په توپیر بایلوده.
د دې لوبو مالي لګښت د افغانستان له پاره د ناروې کمېټې پر غاړه وه، چې د COAR موسسې له خوا پلې کېده.
د سیالیو موخه د یووالي رامنځ ته کول او له هېواد څخه بهر ته په غیر قانوني لارو د ځوانانو له تګ څخه مخنیوی و.
