کونړ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو اختريزې سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په حبيب زي اکاډمي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو " توان، سلف ډفينس، K1 او کيک جيتسو" سبکونو اختريزې سيالۍ وشوې.
په یادو سياليو کې پر مرکز سربېره له ولسواليو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۳۰ تنو ورزشکارانو په بېلابېلو سبکونو کې برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.