هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۲
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الرحمن شرکت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عزيزي ځوانانو او الرحمن شرکت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عزيزي ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٩ منډو هدف وټاکه. الرحمن شرکت لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS