کندز کې د ملي او دودیزو لوبو ورزشکارانو او لوبڅارانو ته د ظرفیت لوړونې سمینار ورکړل شو
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د آمریت پلاوي کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت ٢٠ تنو ورزشکارانو او لوبڅارانو ته د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي سمینار ورکړل شو.
ياد سمینار د هېواد د ورزش ادارې د ملي او دودیزو لوبو آمر محمد خالد هوتک او عبدالقیوم احمدي له خوا وړاندې شو چې پکې د مرکز او ولسواليو ورزشکارانو او لوبڅارانو ګډون کړی و.
د سمینار په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیقپاڼې ورکړل شوې.