پکتیا؛ احمد آبا ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په احمد آبا ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اتحاد او آغاجان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتحاد لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لېرې والي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.