کندز کې د فوټبال مقدماتي ليګ پای ته ورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۳۰
کندز کې د فوټبال مقدماتي ليګ پای ته ورسېده

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال مقدماتي غوره ليګ سيالۍ د سرې مياشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سیالې سپين زر لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د کندز ولايت غوره ليګ سياليو ته د لوبډلو لا ښه چمتوالی و، چې دوې اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS