کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قنچغه کلي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبه ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.