کندز؛ په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې قلعه زال منتخبې لوبډلې خپلې سیالې ګرګري لوبډلې ته د ۲۱/۹ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ او شپه يي دوام وکړ.
