کابل کې د بهرنیو هېوادونو ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ماراتون سبک کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۹
کابل کې د بهرنیو هېوادونو ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ماراتون سبک کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون په همغږۍ د یاد ریاست په غازي سټيډیوم کې له اتو بهرنیو هېوادونو د ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ٤٢.١٩٥ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې په ٤٢.١٩٥ کيلو متره واټن کې ترسره شوې، په پایله کې ټاکل شوی هدف له چین څخه يوشينګ ني په دوه ساعتونو او ۵۲ دقيقو کې، همدارنګه له چين څخه ايکونګ جي په درې ساعتونو او ۴۸ دقيقو کې او له پولنډ هېواد څخه بيا ارکډيوسز درې ساعتونو او ۵۳ دقيقو کې طی کړ او په ترتيب سره يې لومړی، دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د پولنډ، چیک، چین، کاناډا، ډنمارک، جرمني، فرانسې او سینګاپور هېوادونو څخه سیلانیانو په ماراتون سبک کې ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS