کاپیسا؛ په نجراب ولسوالۍ کې د رزمي ورزش د او سپورت سبک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۸:۵۲
کاپیسا؛ په نجراب ولسوالۍ کې د رزمي ورزش د او سپورت سبک سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د ورزش آمریت او د رزمي ورزشونو فدراسیون په استازولۍ تېره ورځ د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د نجراب ولسوالۍ په مرکزي او سپورت کلب کې د یاد ورزش په برخه کې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له مرکز او ولسوالیو څخه حصه اول، حصه دویم او د نجراب ولسوالۍ ورزشکارانو، په مختلفو وزنونو او د ځوانانو او غټ عمر ورزشکارانو په سني کټګورۍ کې یې ګډون کړی وو.

په پایله کې مرکز لوبډلې لومړی، نجراب لوبډلې دویم او ولسوالۍ حصه اول درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

د سیالۍ په پای کې د مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته د اتلولۍ کپ، کمربندونه او غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS