کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر عنوان لاندې د چاپيريال ساتنې د فرهنګ د ترويج په موخه د ځغاستې سیالۍ او د نيالګيو کښېنولو کمپاين ترسره شو.

دغه سيالي له غازي سټېډيوم څخه تر مرنجان تپې پورې واټن کې ترسره شوه، چې په مرنجان تپه کې بیا د مسؤلينو او ورزشکارانو له لوري د نيالګيو کښېنول هم ترسره شول.

د دې سياليو او کمپاين د پيل په مراسمو کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مالي او ادارې مرستیال مولوي سعد الدين سعيد د هېواد ورزش ادارې وروستۍ لاسته راوړنې او د هېواد د ځوانانو د روزنې په برخه کې يې هڅې د افتخار وړ وبللې او زياته يې کړه، چې زموږ د دې برنامې اصلي هدف په خلکو کې د سالم چاپېریال او ورزش د اهميت احساس پيدا کول دي.

دغه راز د اړيکو د دفتر ( T.L.O ) مؤسسې مرستيال عبدالرحيم خُرم، بیا په بېلابېلو برخو کې د خپلو فعاليتونو او د دې ډول سياليو او کمپاين د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې.

د ويلو ده، چې د دې سياليو او کمپاين د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزشې ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د چاپيريال ساتنې ادارې مالي او ادارې مرستیال مولوي سعد الدين سعيد، د اړيکو دفتر مرستيال عبدالرحيم خرم، ورزشکارانو، د رسنيو استازو او نورو مسؤلینو ګډون کړی و، چې په پای کې يې په مرنجان تپه کې د ورزشکارانو او مسؤلينو له لوري نیالگي هم کښېنول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۴
Background image

سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې دوې ورځې یې دوام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۳
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو په پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS