کابل کې د هېواد د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ووشوکارانو ترمنځ « د چين په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو څخه د مډال راوړونکو ورزشکارانو جام» په نوم د ووشو سيالۍ د دې فدراسيون په مرکزي جمنازيم کې پيل شوې.
د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس مولوي عتیق الله خالد، د ووشو ملي فدراسيون نائب رئيس سيد مبشر اغا، ورزشي مسوولينو، د بېلابېلو ولايتونو ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی و.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ ورزشکارانو او مسوولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ووشو فدراسيون دغه نوښت وستايه او يادې سيالۍ يې د ورزشکارانو د تشويق او هڅونې لپاره مهمې وبللې.
دغه راز نوموړي ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره به تل د خپل توان په اندازه د خپلو ورزشکارانو ملاتړ او همکاري کوي.
همدارنګه د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس مولوي عتیق الله خالد وويل، دا چې يادې سيالۍ د کابل په کوربتوب ترسره کېږي، نو موږ به خپله ټوله هڅه وکړو، چې ښه کوربتوب يې وکړو او دغه سيالۍ په ښه بڼه ترسره کړو.
يادې سيالۍ د چين په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو کې د مډال ګټونکو ورزشکارانو په وياړ جوړې شوې، چې پکې به ورزشکاران په درې عمري کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي، چې درې ورځې به دوام وکړي.