بغلان کې له ۲۱ کلنو کم عمره د فوټسال سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له ۲۱ کلنو کم عمره د فوټسال سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو پایلوبې ته خپلواک او استقلال لوبډلو لاره موندلې وه، خو د استقلال لوبډله د نه حاضرېدو له امله خپلواک لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.