کابل؛ په بګرامیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۲:۵۶
کابل؛ په بګرامیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري په بګرامیو ولسولۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د " فايت های قهرمانی متحد سبک " کې د رزمي ورشونو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۰۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

دغه سيالۍ، چې موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي، يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۸
Background image

هرات کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په معلم صاحب عبدالغني ورزشي لوبغالي کې له ۴۲ کلبونو د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۵
Background image

دایکندي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د استقلال ش.ه. ید صادقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټسال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د استقلال جام په نوم د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۳
Background image

جوزجان؛ درزاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ( ورزش د ټولو لپاره ) جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال. . .

BACK TO NEWS