دایکندي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د استقلال ش.ه. ید صادقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۵
دایکندي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د استقلال ش.ه. ید صادقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټسال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د استقلال جام په نوم د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د استقلال ش.ه. ید صادقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د امتیازي په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې استقلال ش.ه. ید صادقي لوبډلې لومړی، معارف ریاست لوبډلې دویم او د مرکز طوفان کلب لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۳۰
Background image

لوگر کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې اتم پړاو سيالۍ وشوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې له څلورو کلبونو د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواکۍ د څلورمې کليزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتیا کې د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې له څلورو ولايتونو د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

پکتیا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ پيل شو

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په اتفاق لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال فوټبال غوره لیگ دوراني سیالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS