پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کي د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دغو سياليو په پايله کې اتفاق لوبډلې د ۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، يارانو لوبډلې د ۱۲ نمرو په ترلاسه کولو دویم او اتفاق ب لوبډلې د ۸ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
