پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۴۷
پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د جلالزو او هستي کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جلالزو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٩ منډو هدف وټاکه. هستي کلا لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٨٤ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ لرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٧ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یاد سیالیو لومړۍ لوبه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لیسه کشتي لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو ولسوالۍ کې ۲۴ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS