پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یارانو لوبډلې د۲ پر صفر میانونو په توپیر خپلې سیالې خان لوبدلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
