پکتیا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د ٥٨ ورزش کارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ٥٨ ورزش کارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د ځوانانو، نویو ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزش کارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.