پکتيکا؛ چهاربران ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربران ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د يارک آباد او پاسني لايگر لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه يارک آباد لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۶ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې پاسني لايگر لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۶۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۹ منډو په توپير وبايلله.
