په کندهار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ اړوند د کلچا آباد سیمې ممتاز ورزشي جمنازيوم کي د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د میران لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د پایلوبي په مراسمو کي د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست رئیس حافظ محمودآغا بشر، د ځوانانو چارو آمر قاري سعید، کندهار کې د فوټسال د یووالي کمېټې مسئول جمال ناصر طرزي او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی ۇ.
د سیالیو پایلوبې ته میران او قدرتي ځوانان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې میران لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ په کندهار کې د فوټسال د یووالي کمېټې د مسئول سردار جمال ناصر طرزي له لوري د طرزي جام په نوم پیل شوې وې چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
په پای کې لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، نغدي او غیر نغدي دالۍ او غوره لوبغاړو ته هم ډالۍ ورکړل شوې.
