په هرات کې د غیږنیونې سیالۍ وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۴:۳۱
په هرات کې د غیږنیونې سیالۍ وشوې

د غیږ نیونې سیالۍ د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش د رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، مخکښ لوبغاړو ، ملکي او نظامي مسوولینو په ګډون د ګزرګاه د غیږ نیونې په میدان کې د څه باندې دوه زره نندارچیانو په شتون کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د ۲۱ کلپونو څخه ۱۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

ښاغلي خپلواک د غیږ نیونې د فدراسیون له فعالیتونو څخه د لیدنې پر مهال وویل: د سیمه ییزو لوبو وده او بیا ژوندي کول د ولایت د ورزش ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او د بدني روزنې او ورزش ریاست ژمن دی چې د ورزش د متوازنې ودې زمینه برابره کړي.

دیادولو وړ ده چې د سیالۍ په پای کې د غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS