په غزني ولایت کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د ورزش امريت په همغږۍ په خواجه علي صاحب ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو په ګډون د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه قلعه نو او سلطان محمود روضه لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د قلعه نو لوبډلې له ٣-١ پايلې سره خپل سيال ته ماتې ورکړه.
د يادولو وړ ده چې دغه لوبې د غزني ورزشي امر حاجي بلال مجاهد له نږدې وکتلې چې د روژې مياشتې تر اخيره به دوام وکړي.
