په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
تمیم هیبت
شنبه،مرغومی ٤مه ، ١٤٠٠
د وزلوبې په زړه پورې سیالۍ د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د مشرتابه پلاوي په حضور کې د بلخ ولایت د وزلوې فدراسیون د رئیس حاجي صاحب سرور بای په مشرۍ ترسره شوې.
د پرون ورځې په لوبه کې په سلګونو مینه والو برخه اخیستې وه او د چاپندازانو تر منځ یې د لوبې څخه خوند اخیسته او د خوښې لوبغاړی یې هڅول .
د سیالیو په پای کې سرور پهلوان لومړی او اخر لوبه د ستار خان هوتخیل په اس حلال دایره ته ویوړه چې د امید بزاز لخوا ورته ۳۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او وروستۍ لوبه یې د وخت د کمښت له امله . مساوی اعلان شوه
د دغو سیالیو لګښت د ښاغلي حاجي صاحب علم بزاز لخوا ورکړل شوی .
