په بادغیس کې د ځغاستې سیاليو اتلولي عبداللطيف حاکمي وګټله

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۲
په بادغیس کې د ځغاستې سیاليو اتلولي عبداللطيف حاکمي وګټله

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ چې موخه يې ورزش ته وده او د ځوانانو هڅول وو، د ياد ولایت له مختلفو سيمو څخه پکې ۵۰سو لوبغاړو ګډون کړي و.

د دغه سياليو اتلولي عبداللطيف حاکمي په خپل نوم کړه او د ياد امريت د مسولينو له لوري له لومړي مقام څخه تر پنځم مقام پورې تحفې او ستاينليکونه ورکړل شول.

نوموړې سيالۍ د بادغيس ملکي هوايي ډګر په څلور کيلومتره ساحه کې تره سره شوې د حکومتي مسوولينو سره بېره ورته سلګونه نندارچيان هم راغلي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS