هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هلمند سیند په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت فوټبالي حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د هلمند سیند په نوم د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړي لوبه د سیال افغان او هزار جفت ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۱-۱ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي او ټولې به ۱۹ لوبې ترسره کړي.