بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په لنګر شریف سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اریانا لوبډلې په بریا پیل شوې.
دغه سیالۍ چې درې اوونۍ به دوام وکړ په پیل لوبه کې د اریانا لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د قادس ولسوالۍ لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول دي.