بغلان؛ پلخمري ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بکسنګ سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بکسنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په پلخمري ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بکسنګ سیالۍ ترسره شوې.
په پایله کې د مرکزي کلپ ورزشکارانو لومړی مقام، میرمنوري کلپ ورزشکارانو دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته ډالۍ ورکړل شوې.