هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۶:۴۹
هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ناوې ولسوالۍ په هزار آسپ سيمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د حسن پټان لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د حسن پټان او خپلواک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچې په گټلو سره حسن پټان لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۲۸۰ منډو هدف کېښود، خپلواک اتلانو ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۷۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS