هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې حاجي رفیع لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې خاموش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
