هلمند، خانشین ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسیدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خراسان لوبډلې د ٣ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې ارمان شاهي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر په مناسبت ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
