نیمروز کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سيالۍ د ښاروالۍ ادارې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۳
نیمروز کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سيالۍ د ښاروالۍ ادارې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دولتي ادارو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ښاروالۍ ادارې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې ولايت مقام لوبډلې ته ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د دولتي کارکوونکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۱۱
Background image

کابل کې د کښتۍ ځغلونې د ظرفیت لوړونې روزنیز کمپ پای ته ورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کښتۍ ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د آسيايي کنفدراسیون په تخنیکي مرسته ١۵ روزونکو او ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځینی روزنیز کمپ پای. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۵۹
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په مبارز کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۵۶
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز لښکرگاه ښار په بېټون سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال گروپي سيالۍ د ورزش آمريت لوبډلې. . .

BACK TO NEWS