پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سیالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په مبارز کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې وشوې، چې په پايله کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د رزمي لوبو K1 سبک ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
