کابل کې د کښتۍ ځغلونې د ظرفیت لوړونې روزنیز کمپ پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۱۱
کابل کې د کښتۍ ځغلونې د ظرفیت لوړونې روزنیز کمپ پای ته ورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کښتۍ ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د آسيايي کنفدراسیون په تخنیکي مرسته ١۵ روزونکو او ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځینی روزنیز کمپ پای ته ورسېده.

په دغه کمپ کې د کښتۍ ځغلونې نړۍوال فدراسیون د روزنکو کمېټې غړي دکتور علي جمشيدي له لوري افغان روزونکو او ورزشکارانو د کښتۍ ځغلونې د کانو سبک نوي مقرراتو او قانون تشریح شو.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د ياد فدراسیون له لوري د هېواد پنځو ولایتونو روزونکو ته د کښتۍ ځغلونې روزنیز سمینار ترسره شوی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS