ننگرهار؛ صلح ازادۍ لوبډلې د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۷
ننگرهار؛ صلح ازادۍ لوبډلې د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د لسو ښوونځيو ترمنځ د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د صلح ازادۍ خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د صلح ازادۍ او رفيق ډکه وال خصوصي ښوونځيو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه رفيق ډکه وال لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې صلح ازادۍ لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د زده کوونکو هڅول او د سالمې تفريح برابرول وو، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ورستيو ورزشي لاسته راوړونو په اړه خبري کنفرانس وکړ

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د هېواد د ورزش په برخه کې د وروستيو سترو ورزشي لاسته راوړونو په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبري کنفرانس کې معلومات شريک کړل.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

ننگرهار؛ صلح ازادۍ لوبډلې د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د لسو ښوونځيو ترمنځ د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د صلح ازادۍ خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۵۰
Background image

‏د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر:

‏د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر:

د افغانستان ورزش په دې ورستيو کې د ښې پاملرنې او ملاتړ له امله ښه پرمختګ کړی دی او په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

#خبري_کنفرانس. . .

BACK TO NEWS