ننگرهار؛ صلح ازادۍ لوبډلې د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د لسو ښوونځيو ترمنځ د پوهنې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د صلح ازادۍ خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د صلح ازادۍ او رفيق ډکه وال خصوصي ښوونځيو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه رفيق ډکه وال لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې صلح ازادۍ لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د زده کوونکو هڅول او د سالمې تفريح برابرول وو، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
